Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63550
تاریخ انتشار : يکشنبه 18 وری 1398 ساعت : 19:33:08

د سولې مشورتي جرګې د جوړیدو کمیسیون: طالبان دې تر خپلې ولکې لاندې سیمو خلکو ته په جرګه کې د ګډون اجازه ورکړي

د سولې مشورتي جرګې د جوړیدو کمیسیون، پرون شنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې طالبان باید تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې خلکو ته اجازه ورکړی چې د سولې په دغې جرګې کې ګډون وکړي.

د سولې مشورتي جرګې کمیسیون مشر، محمد عمر داود زي ویلي چې، طالبان دې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې پرتو خلکو ته په دې جرګه کې د ګډون اجازه ورکړي ترڅو له دې حقه محروم نشي.

نوموړي زیاته کړې چې ټول خلک باید په دغې جرګې کې ګډون وکړي، که د هر فکر استازیتوب کوي دوي به یې په ښه توګه هر کلی وکړي.

د سولې مشورتي جرګه، په را روانه میاشت کې په کابل کې جوړیږي په دغې جرګې کې له ټول افغانستانه د سځو د استازو په ګډون ۲۵۰۰ استازي برخه اخلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.