Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63552
تاریخ انتشار : سه شنبه 20 وری 1398 ساعت : 12:22:02

امریکا؛ سپاه پاسداران د ترهګرې ډلې په توګه پېژني

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوشنبې اعلان وکړ چې د ایران د «سپاه پاسداران» یا د انقلاب ساتونکی ځواک به له‌دې وروسته د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه پېژني. د لومړي ځل له‌پاره د امریکا متحده ایالاتو د یو بل هېواد د پوځ یوه برخه د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

ټرمپ په یوې وینا کې سپاه پاسداران په نړۍ کې د ترهګریز کمپاین د عملي کولو او رهبري کولو په پار د ایران د حکومت اساسي اله بللې ده. ده همدا راز ویلي، که څوک له سپاه پاسداران سره راکړه ـ ورکړه لري؛ څرګنده ده چې د ترهګرۍ مالي ملاتړ کوي.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، دا ډله به په یوه اوونۍ کې رسماً د ترهګرو د ډلې لېست ته ور ګډه شي

امریکا له‌دې مخکې هم ځېنې کسان او ادارې د ایران له سپاه پاسداران ډلې سره د اړیکو له کبله په تور لېست کې اچولي وو؛ خو دا لومړی ځل دی چې پخپله دا ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلانوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د امریکا حکومت د ایراني رژیم د ترهګرۍ د مخنیوي له‌پاره دا ګام پورته کړی‌دی.

ده د مرستې غږ کړی او ویلي یې دي چې له ایرانیانو سره مرسته کوي چې خپله ازادي بېرته وګټلی شي.

ښاغلی پومپیو د امریکا دا ګام د ایران د تباه‌کوونکې پالیسي د مخنیوي له‌پاره ګټور بولي.

د دې پریکړې منتقدینو وار وار سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چې تور لیست ته د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ورزیاتول به امریکا او ددې هېواد نظامي او استخبارتي ځواکونو ته ناوړه پایلې ولري.

په ورته وخت کې ایران هم د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني د یوې ترهګرې ادارې په توګه نومولې ده.

دوه کاله مخکې هم د سپاه پاسداران ځواکونو مشر محمدعلي جعفري د امریکا د دې ډول پرېکړو په ځواب کې ویلي‌ وو، که د امریکا له لوري د سپاه پاسداران په برخه کې خبرونه سم شي؛ دوی به د امریکا پوځ په نړۍ کې د داعش په شان وګڼي.

خو د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتیاهو د امریکا دا اقدام ستایلی او مننه یې کړې چې ولسمشر ټرمپ د ده یوه بله غوښتنه هم پر ځای کړه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.