Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63553
تاریخ انتشار : سه شنبه 20 وری 1398 ساعت : 12:23:18

بګرام؛ ۳بهرني سرتېري او یو امریکايي قراردادي وژل شوی

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې په‌دې پېښه کې د یو ژباړن په ګډون ۴بهرني ځواکونه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي‌دي.

سرچینه زیاتوي چې له پېښې وروسته د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په ډزو پیل وکړ چې په پایله کې یې ۷ ملکیان ټپیان شوي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېر ماښام د کابل شمال ته د بګرام هوایي ډګر ته نږدې په یوه برید کې درې امریکایي سرتېري او یو امریکایي قراردادي وژل شوي‌دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان د سړک غاړې بم په چاودنه کې ووژل شول.

د خبرپاڼې له مخې، په‌دې پېښه کې درې ټپي امریکايي سرتېري اوس تر درملنې لاندې دي.

په ورته وخت کې د پروان والي ویانده وحیده شهکار وايي چې په بهرنیو ځواکونو باندې ځانمرګې برید کې ۵ ملیکان ټپيان شوي.

وسله‌والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی.

طالبانو ویلي چې د چاودېدونکیو موادو ډک موټر یې د بګرام هوایې اډې ته نږدې الوزولی دی.

دا په روان لمریز کال کې پر بهرنیو ځواکونو لومړی ځانمرګی برید دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.