Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63556
تاریخ انتشار : سه شنبه 20 وری 1398 ساعت : 12:34:58

لویه څارنوالۍ: د مالوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیرعبدالرزاق وحیدي چې په ۳ کاله بند محکوم شوی و، پرون زندان ته و لیږل شو

 د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، د مالوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر چې د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۲ مه  له اداري فساد سره د مبارزې عدلي مرکز، د ابتدایه محکمې، له لوري په درې کاله تنفیذي بند په غیابي توګه په سزا محکوم شوی و،نیول شوی او زندان ته استول شوی دی.

د لویې څارنوالۍ له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، عبدالرزاق وحیدي چې په مالیې وزارت کې د مرستیال په توګه دنده پرمخ وړله، هغه مهال یې له واک څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په تور په درې کاله تنفیذي زندان  د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۲ مه محکوم کړی و.

خبر پاڼه زیاتوي چې ښاغلی وحیدي، په بله قضیه کې هم تورن دی چې دغه تور په نوموړي په مالیې وزارت کې د معینیت پر مهال له وظیفوي صلاحیت څخه د ناسمي ګټنې له کبله  لګیدلی و، د ۱۳۹۸ کال د حمل (وري) په ۱۸ مه له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز له لوري په ۱۲ زره افغانۍ نغدي سزا هم محکوم شوی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.