Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63558
تاریخ انتشار : سه شنبه 20 وری 1398 ساعت : 12:40:07

د بغلان او تخار لپاره نوي والیان وټاکل شول

د سيمه‌ ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، احمد فريد بسيم د بغلان د نوي والي په توګه وټاکل شو او د دوشنبې په ورځ يې رسماً په دغه ولايت کې خپله دنده پيل کړه. د یادې ادارې له لوري خپاره شوي مالومات ښيي چې د سيمه‌ييزو ارګانونو د پاليسي مرستیال تېمور شاران د دوشنبې په ورځ د بغلان ولايتي ادارې، مدني ټولنو او خلکو ته احمدفريد بسيم د نوي والي په توګه ور وپېژنده. همداراز د یوه بل خبر له مخې، عبدالحق شفق هم د دوشنبې په ورځ د تخار د نوي والي په توګه رسماً دنده پيل کړه. د سيمه‌ ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستیال روح‌الله نيازي د تخار د نوي والي د پېژندنې په مراسمو کې وویل، نوی والي د حکومتولۍ په برخه کې ښه تجربه او د ستونزو د حل اوږده مخينه لري او باوري دی چې په تخار کې د ځينو شته ستونزو په حلولو کې به بريالی وي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.