Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63561
تاریخ انتشار : پنج شنبه 22 وری 1398 ساعت : 17:20:51

په بغلان ولایت کې د څړځي پر سر شخړې ۴۰ کسان ټپیان کړل

یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د بغلان ولایت د ګذرګاه نور ولسوالۍ د دوه کلیو اوسیدونکي د څړځیو پر سر نښته کړې، چې په کې د دواړو خواوو د ښځو په ګډون۴۰ کسان ټپیان شوي دي.

د ګذرګاه نور د یخچي کلان د اړوند سیمې یو شمېر اوسیدونکي ادعا کوي، چې د البرز اوسیدونکیو د پولیسو پر ملاتړ پر دوی برید کړی دی.

د البرز اوسیدونکیو څرګنده کړې، چې څړځی د دوی تر منځ شریک دی؛ خو د یخچي کلان  اوسیدونکي د ګذرګاه نور د ولسوال پر لمسون تل شخړې جوړوي.

ګذرګاه نور د بغلان ولایت یوه لیرې پرته ولسوالي ده، چې خلک یې پر کرنه او مالدارۍ اخته دي؛ خو غرنیو او ستونزمنو لارو یې د دې سیمې استوګن نه یوازې له پراختیایي او رغونیزو پروژو بې برخې کړي، بلکې له بېلابېلو ستونزو سره هم مخ دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.