Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63564
تاریخ انتشار : پنج شنبه 22 وری 1398 ساعت : 17:26:41

جمهور رئیس غني: فاریاب لومړۍ درجه ولایت ته ارتقا کوي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني فاریاب ولایت ته په خپل سفر کې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت له ځوانانو او د مدني ټولنې فعالینو سره وکتل.

په پیل کې سید زین العابدین عابدي د نورو په استازیتوب د حکومت د کړنو او پروګرامونو د ملاتړ ترڅنګ د امنیت د تامین، د میمنې ــ اندخوی د لوی لارې د پرانیستو، د المار بند جوړولو، فاریاب ته د مرغاب اوبو انتقال، کرنې او مالدارۍ ته د پاملرنې، درې سوه بستریز ته د سل بستریز روغتون د ارتقا، د هرات ــ میمنې لوی لارې جوړولو، ځوانانو ته د کارموندنې او له دویمې درجې څخه لومړۍ درجې ته د فاریاب ولایت د ارتقا  په اړه د فاریاب ولایت د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شرېک کړل.

د هېواد جمهوررئیس د فاریاب ولایت د ځوانانو او مدني ټولنې د فعالیتونو قدردانی وکړه او وې ویل، دغه ولایت د لومړۍ درجه ولایت ټول معیارونه لري او لومړۍ درجې ته ارتقا کوي. هغه زیاته کړه: فاریاب په واقعي ډول قانون محور او د افغانستان کوچنۍ نمونه ده چې ټول قومونه په کې د یو بل ترڅنګ د ورورولی ژوند کوي.

جمهوررئیس غني وویل، حکومت د امنیت تامین او لویو لارو پر پرانیستو جدي تمرکز لري او ډاډه اوسئ چې زړ ور امنیتي او دفاعي ځواکونه د فاریاب ولایت امنیت تامینوي. هغه زیاته کړه، زمونږ اوبه مهارېږي  او له دې سره د سېلاب خبیثه حلقه او وچکالي له منځه ځي.

جمهوررئیس د دې په څرګندولو سره چې کرنه او مالداري د فاریاب د خلکو د عاید اصلي سرچینه ده، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته لارښوونه وکړه، پر داسې طرحه کار وکړي چې فاریاب ولایت د مالدارۍ پر مرکز بدل شي.

جمهوررئیس غني وویل، نوي نسل ته زما پیغام دا دی، چې د بې وزلي او وزګارتیا د له منځه وړلو لپاره اقتصاد او تشبث د خپلو فعالیتونو اصلي محور وګرځوي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان هره ژبه د وصل نقطه ده او پر عظیمه ازبکي ژبه پانګونه کېږي، ځکه زمونږ د سیمه ییزې اړیکې په پراختیا کې مثبت اغېز لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.