Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63568
تاریخ انتشار : جمعه 23 وری 1398 ساعت : 14:41:46

طالبانو دسپرلی د عملیاتو د پیلولو خبر ورکړ

زمونږ خبریال وایی دافغانستان طالبانو ډلې په ټول هیواد کښې د سپرلی د حملو دپیلیدا خبر ورکړ .

طالبانو نن په یوې (۱) بیانیې کښې وویل په ټول  افغانستان کښې به له نیواکګرانو سره د مبارزې او له هغوې څخه  دهیواد  د پاکیدا په هدف سره ددغه ډلې عملیات زیات شی .

دغه ډلې ټینګار وکړ په افغانستان کښې زمونږ دنده  تراوسه پاې ته نه ده رسیدلی .

داپه داسې حال کښې دی چې د افغانستان ددفاع وزارت ویاند قیس منګل وویل د طالبانو ډلې دسپرلی یرغل له پروپاګنډو پرته بل څه نه دی .

هغه وویل طالبانو ډله به خپلو سپیرو هدفونو ته ونه رسیږی او دتیرو کلونو په شان به ددغه ډلې عملیات له ماتی سره مخ شی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.