Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63569
تاریخ انتشار : شنبه 24 وری 1398 ساعت : 22:02:11

خلیلزاد:پاکستان، قطر او نور هېوادونه باید د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له اعلانیدلو سره خپل مخالفت و ښیي

د افغانستان د سولې د پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي زلمی خلیلزاد ویلی، چې پاکستان قطر او نور هیوادونه چې افغانستان د سولې د بهیر ملگري دي ،باید د طالبانو لخوا دپسرلنیو عملیاتو د اعلان مخالفت او غندنه وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې،  وسله والو طالبانو ډلې د جمعې په ورځ ویلي وو چې دوي الفتح په نوم پسرلني عملیات د افغانستان په ټولو برخو کې پیلوي.

ښاغلي خلیلزاد په یو ټویټري پیغام کې خپل دریځ څرگند کړی او ویلي چې دی د امریکا د متحده ایالاتو د استازي په توگه دغه عملیات غندي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د شنبې په ورځ د (وري ۲۴) په یوې اعلامیې کې د طالبانو پسرلني عملیات غندلي او زیاته کړې ده چې د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.