Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63571
تاریخ انتشار : شنبه 24 وری 1398 ساعت : 22:06:33

ارګ د طالبانو ادعا رد کړه

افغان حکومت د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو د پیل غندنه کړې ده.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، سره له دې چې افغان حکومت او امریکا د سولې هڅه کوي، خو طالبانو د عملیاتو اعلان کړی دی.

 ارګ د طالبانو هغه ادعا هم رد کړې چې ګواکي افغان حکومت د عملیاتو اعلان کړی دی او په خبره یې طالبان په دې سره غواړي خپلې جګړې ته توجیه پیدا کړي.

 سرچینه کاږي د حکومت پر وړاندې د طالبانو جګړه د نړۍ جیدو علماوو غیر مشروع بللې ده خو طالبانو بیا هم ددغه غیر مشروع جګړې ددوام پر سر ټینګار کوي.

 ارګ پر طالبانو غږ کړی چې د سیمې د هېوادونو د لوبو وسیله دې نه ګرځي بلکې د سولې لار دې خپله کړي او روانو جګړو ته دې د پای ټکی کېږدي.

 په دغه اعلامیه کې همدا راز راغلي، چې د جګړې ټول زیان یوازې عامو افغانانو ته اوړي او طالبانو ته په کار ده چې د خپلو خلکو له وژلو لاس په سر شي.

 ارګ امنیتي ځواکونو ته هم لارښوونه کړې چې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي او د وسله والو طالبانو د عملیاتو پر وړاندې قوي او پياوړي و اوسي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.