Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63572
تاریخ انتشار : شنبه 24 وری 1398 ساعت : 22:43:31

طالبانو، د سره صلیب کمیټې او نړیوال روغتیایي سازمان په فعالیتونو بندیز لګولی دی

طالبانو رسنیو ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي ،چې په افغانستان کې جګړې حالت سخت پیچلی کړی دی او دغو سازمان د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د هغوی له لار ښوونو سره سم فعالیت نه کاوه، دغه راز  نړیوال روغتیايي سازمان د واکسین د کمپاین پر مهال د ځینو شکمنو فعالیتونو له کبله یې د دغو سازمان پر فعالیت بندیز لګولی دی.

په ورته وخت کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویاند ویلي، تر کومې چې د سره صلیب د کارکوونکو د خوندیتوب موضوع هواره نه‌شي، تر هغې به یې فعالیتونه ځنډېدلي وي. دی زیاتوي چې د طالبانو اعلامیه یې په دې اړه لیدلې نو ځکه مو فعالیتونه درولې تر څو چې مونږ ته د امنیتي خوندیتوب ډاډ نه یې راکړل شوی فعالیتونه نه پیلوو.

دا په‌داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان او سره صليب پر فعاليتونو بنديز لګولى او د دغو ادارو د کارکوونکو له امنيتي ضمانت څخه لاس په شاه شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.