Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63575
تاریخ انتشار : يکشنبه 25 وری 1398 ساعت : 15:47:41

اریوبي: افغانستان کې به پر فېسبوک بندیز ولګول شي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر خبرداری ورکوي چې که د فېسبوک کمپنۍ د حکومت پالیسۍ په پام کې ونه نیسي، په افغانستان کې به پر فېسبوک بندیز ولګوي.

شهزاد اریوبي پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د فېسبوک کمپنۍ ته به یو رسمي لیک واستوي چې په افغانستان کې د فیسبوک فعالیتونه له مقراراتو سره سم کړي.

ده وویل چې وزارت یې په ځانګړي ډ‌ول له فېسبوک څخه د جعلي او نامعلومو حسابونو (اکاونټونو) د بندولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه لري ځکه چې دا اکاونټونه په افغانستان کې د فېسبوک د کاروونکو په منځ کې نارامي او اخلال رامنځته کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر دا څرګندونې ۱۳ورځې وروسته له دې وکړې چې وزارت یې وویل چې په افغانستان کې د فېسبوک د محلې کولو موافقه یې له دې کمپنۍ سره لاسلیک کړې ده.

د مخابراتو وزارت له هغې خبرپاڼې سره سم، چې د مارچ په ۳۰ یې خبره کړه، دا موافقه د فېسبوک د کاروونکو د معلوماتو د مصونیت لپاره شوې او دغه راز د دې موافقې له مخې به په افغانستان کې د فېسبوک د کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز فعال شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.