Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63577
تاریخ انتشار : دوشنبه 26 وری 1398 ساعت : 16:02:02

ارګ: د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه به د اجرائیه رئیس، اندیښنې واوري او په دې اړه به لازم تصامیم و نیسي

ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وایي، د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدلله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم اندیښنې او شکایتونه به واوري او په اړه به یې لازم تصامیم ونیول شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند محمد هارون چخانسوري په خپله ټویټر پاڼه لیکلي،:”د ثبات او همپالنې ټیم تر دې مهاله د جمهوررئیس محمداشرف غني سره د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه اندېښنې او شکایتونه نه وو شریک کړي، مګرپه پام کې ده چې ولسمشر غني به له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په دې اړه د ده اندېښنې او شکایتونه واوري او مناسب تصامیم به ونیول شي”. دا په داسې حال کې دی چې د اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم چې راتلونکو ټاکنو ته هم ولاړ دی تېره ورځ د یوې اعلامبې په خپرولو سره خبر ورکړ چې د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه ورسره مشوره نه ده شوې نو ځکه د سولې په دغې مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي او پریکون ورسره اعلانوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.