Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63579
تاریخ انتشار : دوشنبه 26 وری 1398 ساعت : 16:54:29

په لغمان کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله ۷ ماشومان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي

د لغمان په مرکز مهترلام کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله (۷) ماشومان وژل شوي او (۱۰) نور ټپیان دي.

د لغمان د والي ویاند دولت زي وویل چې، چاودنه پرون یکشنبه مازدیګر ۵ بجې د مرکز مهترلام اړوند بصرام سیمه کې رامنځته شوې.

د والي ویاند وویل چې، تراوسه مالومه نه ده چې مرمۍ له پخوا په سيمه کې پاتې او که اوس وسلوالو په سیمه کې ایښې.

داسې ويل کېږي چې، کوچنيانو د لکنډو په نوم وياله کې لوبې کولې چې د هاوان مرمۍ پرې چاودلې ده.

د دې ولایت د عامې روغتیا رييس عبدالمعروف وویل چې، د پیښې له ځایه ورته ۷ جسدونه او ۱۰ ژوبل ور وړل شوي چې ټول هلکان او کوچنیان دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.