Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63580
تاریخ انتشار : دوشنبه 26 وری 1398 ساعت : 16:55:38

ناپیژاندو کسانو په فراه کې د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوزولی

د فراه د مرکز اړوند تیوسک سیمه کې د بنفشه په نوم د نجونو یو ښوونځی ناپیژاندو وسلوالو په بمونو الوزولی.

د فراه ولایت د پوهنې ریس محمد عظیمي د پیښې پخلی وکړ او زیاته کړه چې د بنفشې په نوم ښوونځی تېره شپه ناپیژاندو کسانو په بمونو الوزولی.

که څه هم تردې دمه د پیښې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه ندی اخیستي، خو د فراه ولایتي شورا غړي وایي چې، لدې وړاندې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی المنکر ډلې څو ځلې د دغه ښوونځي د تړلو ګواښ کړی و.

دا مکتب د فراه ولایت د مرکز اړوندو تیوسک سیمه کې موقیعت لري چې کابو (۵۰۰) نجونې پکې زده کړه کوي.

د فراه د ولایتي شورا غړي شاه محمود نعیمي او داد الله قانع وویل چې، دغه ښوونځي ته څلور میاشتې وړاندې هم د ناپیژاندو کسانو لخوا اور اچول شوی و او زیاتوي چې لدې وړاندې وسلوالو مخالفینو د یاد ښوونځي د تړلو ګواښونه کړي و.

دا په داسې حال کې دي چې پدې وروستیو ورځو کې د پوهنې وزیر په واشنګټن کې د ای-سي-ډبیلو ټولنې د «تعلیم په تمه نه پاتې کیږو» سیمنار کې وویل چې، د سیمه ییزو مشرانو په مرسته له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي یو چې د دغه ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې د ښځونځیو ته زده کوونکو د تللو مخالفت نه کوي.

وزیر دا هم وویل چې، د دغې هوکړې پر بنسټ نجونې د ابتداییه دورې تر پایه کولای شي زده کړې وکړي، او طالبانو هم دغه راز ژمنتیا لري څو نجونې وشي کولی په راتلونکې کې متوسطه دورې پورې زده کړې وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.