Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63581
تاریخ انتشار : چهار شنبه 28 وری 1398 ساعت : 13:45:05

نور: د قطر ناستې لپاره چمتو شوی نوملړ په بشپړه توګه حکومتي دی، او دی به پکې ګډون ونکړي

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند اجرائیه مشر او د بلخ پخوانی والي وايي، د قطر ژر جوړیدونکې ناستې لپاره چمتو شوی نوملړ په بشپړه توګه حکومتي دی او دی به پکې ګډون ونکړي.

د بلخ پخواني والي او دجمعیت ګوند دغو مخکښ غړي، پر خپله فیس بوک پاڼه لیکلي:” له بده مرغه  په دې نوملړ کې ډیری حکومتي چارواکي او انتخابي څېرې لیدلې کیږي، په نوملړ کې راغلي ډیری کسان هیڅ ولسي ملاتړ نه لړي او د ټولې له هېڅ قشر څخه استازولي نشي کولای. ټولنیز توزان هم  نه پکې تر سترګو کیږي، تر ټولو مهمه داده چې د مقاومت حوزه چې د افغانستان د سیاسي معادلاتو یو مهم اړخ دی، پراخ حضور یې پکې په پام کې نه دی نیول شوی”.

نوموړی پر خپله فیسبک پاڼه زیاتوي،” د دې تر څنګ چې له حکومتي تنګ او سلیقه یي نظره چمتو شوی نوملړ  رد وو په دغسې ناسته کې چې ګډون وال یي فرمایشي او انتخابي ټاکل کیږي ،ګډون هم نه کوو”.

ښاغلي نور ویلي چې، د افغانستان د سولې په پروسه کې د ډاکټر زلمي خلیلزاد او نړیوالې ټولنې له هڅو څخه د ملاتړ تر څنګ به په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته هم دوام ورکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.