Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63582
تاریخ انتشار : چهار شنبه 28 وری 1398 ساعت : 13:46:44

ملګرو ملتونو، د طالبانو پسرلني عملیات غندلي او دغه عملیات یې د افغانانو په لا زیاتي بربادۍ تمام بللي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ېوې اعلامیې کې د طالبانو له لوري د الفتح په نوم پسرلنی عملیات غندلي او ویلي یې دی چې دغه عملیات به لا د افغانستان د خلکو په بې ځایه بربادۍ تما شي.

دا په داسې حال کې دی چې وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په ورځ د حمل ( وري) ۲۳ مه د الفتح تر نوم لاندې په ټول افغانستان کې خپل پوځي عملیات اعلان کړل.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو د افغانستان د سولې خبرو اترو د ښه مخته تګ لپاره د ۱۱ طالب مشرانو نومونه د نړیوالو تحریمونو له لست څخه ایستلي دي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر او د افغانستان حکومت هم د طالبانوله لوري د پسرلنیو عملیاتو له اعلان سره کلک مخالفت څرګند کړی وو.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه له پاکستان، قطر او هغو نورو هېوادونو څخه، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې رول لري، غوښتي وو چې باید د طالبانو له لوري پسرلني پیل شوي عملیات وغندي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکیلو غاړو غوښتي چې د دغه فرصت څخه ګټه واخلي او دایمي سولې ته د رسیدلو لپاره زمینه برابره کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.