Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63583
تاریخ انتشار : چهار شنبه 28 وری 1398 ساعت : 13:48:02

خلیلزاد د امنیت شورا له غبرګون هرکلی وکړ

زلمي خلیلزاد د طالبانو د عملیاتو په اړه د امنیت شورا له غبرګون هرکلی کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغان سولې په اړه د نړیوالې ټولنې همغږي او واحد دریځ مهم دی.

دده په خبره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغه پرېکړې هرکلی کوي چې د طالبانو الفتح عملیات یې غندلي دي. وسله والو طالبانو تېره جمعه په ټول هېواد کې الفتح عملیات اعلان کړل. دغه عملیات د افغان حکومت او امریکا له غبرګون سره مخ شول.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې دغه عملیات غندلي وو. ددوی په خبره د سولې خبرې حساس پړاو ته رسېدلې دي نو طالبانو ته په کار وه چې له دې مهم فرصت استفاده وکړي او له جګړو لاس واخلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.