Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63586
تاریخ انتشار : چهار شنبه 28 وری 1398 ساعت : 13:53:26

طالبان «د دوحې غونډه په یوه لېرې خلیجي هېواد کې منظم پلان شوی کنفرانس دی نه په کوم هو ټل کې واده»

وسله والو طالبانو د حکومت له لوري د قطر دوحې کنفرانس ته د ورتلونکي افغان پلاوي په دومره اوږده لیست نېوکه کړې او ویلي یې دي چې، د کابل لیست جوړونکي باید درک کړي چې دا په یوه لېرې خلیجي هېواد کې منظم پلان شوی کنفرانس دی، نه په کوم هوټل کې د واده او یا کوم بل مناسبت میلمستیا.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لیږلې خبر پاڼه کې ویلي چې:” دا چې د کابل ادارې په یاد کنفرانس کې د ۲۵۰ کسانو د ګډون لیست خپور کړی دی، د قطر کنفرانس تظیمونکي یوازي له کابله د دومره ډېر شمېر کسانو د منلو پلان نه لري، او نه هم په دې ډول کنفرانسونو کې دا ډول ګډون دود دی”.

 په اعلامیه کې راغلي،:” د دا ډول لیستونو له ترتیب او نشر څخه ښکاري چې حکومت د سولې په برخه کې د ورته غونډو له جوړیدو څخه ویره لري او په لوی لاس غواړي چې د سولې هڅې ګډوډي کړي”.

وسله والو طالبانو ویلی چې په دغو کنفرانس کې به کم شمېر سیاسي او قومي مشران ګډون وکړي نه د حکومت د خوښي ۲۵۰ کسان.

دا په داسي حال کې دی چې افغان حکومت پرون د حمل وري په ۲۷ مه د قطر په کنفرانس کې د ګډون لپاره د ۲۵۰ کسانو نوملړ خپور کړ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.