Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63591
تاریخ انتشار : دوشنبه 2 غوایی 1398 ساعت : 11:00:12

ارګ: د ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو پورې به ولسمشر غني خپل کار ته دوام ورکړي

ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ  وایي، چې د ملي یوالي حکومت د کار موده شپږ میاشتې وروسته پوره کیږي او زیاته کړې یې ده چې اوسنی ولسمشر به د ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ د « ثور میاشتې پر لومړۍ نېټه»په دې اړه رسنیو ته پيغام لیږلی پکې ویل شوي، چې د ملي یووالي حکومت د پنځه کلنې درې د پوره کېدو لپاره لا شپږ میاشتې پاتې دی.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړو نوماندانو له ډلې ۱۱ تنو یې ویلي چې د راتلونکي جوزا میاشتې پر لومړۍ نېټه د ملي یووالي حکومت کاري موده پای ته رسېږي او ولسمشر غني باید لېرې شې. ځکه له دې وروسته یې د ولسمشر په توګه پاتې کیدا مشروعیت نه لري.

که څه هم سترې محکمې په رسمي توګه اعلان نه دی کړي خو ځینو رسنیو داسي راپورونه ورکړي چې سترې محکمې د ولسمشر غني کاري موده  د را روانو ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو پورې غځولې ده.

د دغو راپورونو له مخې سترې محکمې ویلي چې د اساسي قانون د تفسیر له مخې ولسمشر غني به د نوي ولسمشر تر ټاکل کیدو پورې خپلې دندې ته دوام ورکوي.

ستره محمکه او ولسمشرۍ ماڼي په داسې حال کې د ولسمشر غني د کاري مودي د اوږدېدو خبره کوي چې د روان کال د جوزا میاشتي په لومړۍ نیټه د ولسمشر غني کاري موده پای ته رسی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.