Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63592
تاریخ انتشار : دوشنبه 2 غوایی 1398 ساعت : 11:03:11

نور:که د حکومت کاري مودې د غځیدو په اړه د سترې محکمې پرېکړه رښتیا وي،نو د ولسمشر په فرمایش شوې

د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه مشر عطامحمد نور وایي،د ملي یوالي حکومت د کاري مودې د غځیدو په اړه که سترې محکمې ریښتیا هم پرېکړه کړې وي، نو یو غیر قانوني کړنه ده چې د ولسمشر په فرمایش یې ترسره کړې، په دې توګه د قضا خپلواکي تر پوښتنې لاندې راځي.

نور زیاتوي،:” له ګوندونو، نوماندانو او د انتخاباتي ډلو له مشرتابه څخه هېله کوو چې په دې برخه کې لاس په کار شي او له هېواد سره ژمن حقوق پوهان راغونډ کړي، ځکه په دې اړه د قانون حکم ښکاره دی چې ولسمشر به د پنځم کال د غبرګولي میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې په واک کې وي او په دغې نیټه یې واک ختمیږي. په دې اړه باید د قانون له مخې پرېکړه وشی. د ټولو تلویزیونونو په ارشیفونو کې د ولسمشر خپلې خبرې ثبت دي چې ویلي یې دي، د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته یوه ورځ هم په واک کې نه پاتي کیږم. لیدل کیږي چې د قدرت خوند دومره ښه دی چې اوس یې د دوام لپاره له هرې وسیلې ګټه اخلي”.

ښاغلي نور دغه غبرګون د هغو راپورونو په اړه څرګند کړی چې پکې ویل شوي سترې محکمې د افغانستان د اوسني ولسمشر کاري موده د ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو او د نوي ولسمشر تر ټاکل کیدو پورې غځولې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.