Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63593
تاریخ انتشار : دوشنبه 2 غوایی 1398 ساعت : 13:00:47

ولسمشرۍ ماڼۍ: د بین الافغاني مذاکراتو غونډه به داځل د ازبکستان په کوربتوب ترسره شي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وايي، ټاکل شوې چې  دا ځل ازبکستان د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوت وکړي او زیاته کړې یې ده چې یادې خبرې به په سمرقند کې وشي.

ولسمشرۍ مانۍ د سولې د دغو خبرو په اړه چې په ثمر قند کې یې د کیدو خبر ورکړي، نور وضاحت نه دی وکړی چې کله به ترسره شي او څوک به یې ګډونوال وي.

تر دمخکې د قطر په پایتخت دوحه کې افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو ته تابیا نیوله شوې وه چې ټاکل شوې وه د اپریل میاشتې له ۱۹- ۲۱ نیټې پورې ترسره شي خو دغه غونډه ونشوه.

طالبانو بیا رسنیو ته په لیږلې خبر پاڼه کې ویلي وو چې د قطر غونډې د لغوه کیدو عامل حکومت دی .

د راپورونو له مخې طالبانو ویلي تر څو چې د قطر ناستې د نه ترسره کیدو علت څرګند نشي استازي به یې په هیڅ ناسته کې ګډون ونکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.