Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63596
تاریخ انتشار : چهار شنبه 4 غوایی 1398 ساعت : 16:16:53

ولسمشر غني: د سولې مشورتي لویه جرګه د شخص نه، بلکې د نظام او وصل جرګه ده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون سه شنبه د ثور په ۳ مه د مشورتي لوېې جرګې د ترسره کیدو له ځایه لیدنه کړې او په ترڅ کې یې د دغې جرګې د جوړولو کمیسیون له مشرتابه غړو سره خبرې کړې هغه په خپلو خبرو کې څرګنده کړې چې،” مشوره اسلامي او جرګه او مشارکت زموږ ملي اصل او ارزښتونه دي او باید جدي ونیول شي. د ولس استازي مو وصل ته راغوښتي، نه فصل ته، نو د سولې مشورتي لویه جرګه د شخص نه، بلکې د نظام او وصل جرګه ده”.

د اګ له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، ولسمشر غني په خپلو خبرو کې ویلي چې،” د لویو جرګو ښه والی دادی چې هیڅوک یې نشي سانسورولی او د ملت استازي په ازادانه توګه خپل نظریات، وړاندیزونه او مشورې مطرح کوي. دا د مشورتي لویې جرګې او ولس استازو پورې اړه لري چې د سولې پروسې حدود څنګه ترسیموي”.

خبر پاڼه زیاتوي چې ولسمشر څرګنده کړې، د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې په اړه د ټولو افکار په منسجم او منظم بحث بدل کړي. هغه زیاته کړه، د سولې لپاره ملي، سیمه ییز، اسلامي او بین المللي شرایط برابر شوي او په دې برخه کې شته محدودیتونه له منځه تللي. هغه په ټینګار سره وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې حدود او جهت واضح او بحث متمرکز کړي. د خبر پاڼې له قوله،. محمداشرف غني وویل، سوله یو خوب و، چې کله کله به یې یادونه کېده، مګر داسې نه احساسېدله چې راتلونکې ده او یا به یې موږ په ژوند کې وګورو، مګر په تېرو دوه کالو کې سوله له حاشیې متن ته راغلې او هر افغان د سولې په اړه فکر کوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.