Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63597
تاریخ انتشار : چهار شنبه 4 غوایی 1398 ساعت : 16:21:11

یوناما وایي، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو درې میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه ۲۳ سلنه کمه شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) نن د ثور میاشتې په ۴مه په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ملکیانو تلفات د تېرکال په نسبت ۲۳ سلنه کم شوي دي.

د یوناما له لوري په دې خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ د مارچ تر ۳۱ مې پورې په افغانستان کې د یوناما د راپور له مخې ۵۸۱ کسان وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپیان دي.

په راپورکې راغلي چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو درې میاشتې کې ۷۹۹ کسان وژل شوي وو او ۱۵۰۶ ټپیان شوي دي.

په دغو راپور کې چې نن د اپریل په ۲۴ مه خپور شوي، د ملکیانو د تلفاتو د کمیدو علت د ځانمرګو بریدونو کموالی ښوول شوی خو په عین وخت کې دغو بنسټ د دولت پلوه ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو او بمي چاودنو کې د ملکي د تلفاتو د ډېریدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

په دغو راپور کې ویل شوي ښايي سخت ژمي د ملکیانو د مرګ ‌ژوبلې په کموالي کې مرسته کړې وي، خو دا روښانه نه ‌ده چې ایا د جګړې ښکېلو غاړو هم د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیولي او که د دوی تر منځ د مذاکراتو دوام د ملکي تلفاتو کچه لږ کړې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.