Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63598
تاریخ انتشار : چهار شنبه 4 غوایی 1398 ساعت : 16:33:06

د ایران او پاکستان د اړیکو په پیاوړتیا د انقلاب د معظم رهبر ټینګار

تهران ته د پاکستان د وزیراعظم عمران خان سفر او د دواړو هیوادونو د لوړرتبه پلاویو په مذاکراتو کښې شویو مهمو موافقو د تهران او اسلام آباد اړیکې یو نوي پړاؤ ته ورسولې.

د دې سفر یوه مهمه برخه د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د پاکستان د وزیراعظم کتنه او د دواړو هیوادونو د اړیکو په څواړخیز اهمیت باندې د دوي ټینګار دی.

حضرت آیت الله العظمی سید علي امام خامنه اي پرون مازیګر د پاکستان د وزیراعظم او ورسره پلاوي په کتنه کښې، د ایران او پاکستان د ولسونو تړاؤ یو ژور او د زړونو تړاؤ وباله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هیوادونو اړیکې دې له دښمنیو سره سره لازیاتې مضبوطې او پياوړې شي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم په دغه ملاقات کښې په دې خبرې سره چې ځیني نه غواړي اسلام آباد او تهران یو بل ته نزدې شي، څرګنده کړه: هڅه کوو چې د دواړو هیوادونو تعلقات له مخکښې نه زیات پياوړي شي او د ایران د اسلامي جمهوریت له حکومت سره به تل په دوامدارې اړیکې کښې ووسو.

دا څرګندونې او په سرحدونو کښې له ترهګرې سره د ګډې مبارزې لپاره د تهران او اسلام آباد سټراټیجکې پریکړې چې د چټک غبرګون ځواک د جوړولو په لړ کښې د موافقې سبب شوې، د دواړو ولسونو په ګټو باندې د ګډې پوهیدنې او له ګډو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د مشترکو ګامونو د پورته کولو د اهمیت بیانونکې دي.

لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دواړو ولسونو د ارتباطاتو تاریخي جرړو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران او پاکستان په پولو کښې د امنیت ضده خوځښتونو یو هدف، د دواړو هیوادونو د اړیکو خرابول دي.

له دې نظره د امنیتي ملګرتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د چټک غبرګون د ځواک جوړولو په لړ کښې د ایران او پاکستان موافقه، دې تحرکاتو ته یو سخت ځواب دی.

ناامني او ترهګري که هغه په سیمه کښې وي او که په سرحدونو کښې، په هر شکل کښې زیان راوړونکې ده. ایران او پاکستان د ترهګرو ډلو د فعالیت ترخې تجربې لري. د دې شرارتونو تکرار ښودنه کوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت د ټینګولو په پلمه د پردیو ځواکونو مداخله، لکه څنګه چې په افغانستان کښې د امریکې له خوا د دغه هیواد له نیواک او په کښې د ناټو ځواکونو له دیره کیدو وروسته وینو، د سیمې د ولسونو په ګټه نه وه. هم هغه ډول چې د دې مداخلاتو بدې پایلې د ترهګرو اقداماتو د پراختیا او په افغانستان کښې د نشه ایزو توکو د تولید د سخت زیاتوالي او په سیمه کښې یې د ګواښونو د پراختیا په شکل کښې لاهم وینو.

عمران خان تهران ته په خپل سفر کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې اسلام آباد به له دې وروسته د جنګ د ائتلاف برخه ونه ګرځي، څرګنده کړه: زه له پيله په افغانستان او عراق کښې د امریکې د لاسوهنې او د هغې د پوځي شتون مخالف وم او نن هم د جولان د نیواک، د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د قدس شریف د اعلانیدو او هم له ایټمي موافقې په یو اړخیزه توګه د امریکې د وتلو سخت مخالف یم او دا کارونه د نړیوالو اصولو خلاف ګڼم.

اوس ویلې شو چې د ایران او پاکستان اړیکې په صحیح لارې سمې شوې دي. ایران او پاکستان د دوو ګاونډي هیوادونو په توګه هوډمن دي چې په سټراټیجکو امنیتي ملګرتیاؤ او په سرحدونو کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ګډ ځواک په جوړولو سره یو مهم ګام پورته کړي. دا ډول ملګرتیاوې د ایران او پاکستان د اړیکو لپاره ډیرې مهمې دي او له نورو ګاونډیانو سره هم  ورته په ګډو ملګرتیاؤ کښې د یو مثال په توګه پاملرنه کیدی شي. د امنیت په برخه کښې د ملګرتیا په پټلۍ تګ، هم دا شان د اقتصادي ملګرتیا د فرصتونو په تیره بیا د انرجې د تامینولو په لړ کښې چې د پاکستان یو مهم ضرورت دی، هم زیاتولی شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.