Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63599
تاریخ انتشار : چهار شنبه 4 غوایی 1398 ساعت : 16:34:20

د سيد حسن نصرالله له نظره د امريکائي استکبار د نوې شکل خصوصيتونه

د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله د ايران په خلاف د امريکې د غليمانه اقداماتو او په دغو اقداماتو په اړه د نورو هېوادونو د چلند د بېلګې په ردعمل کښې دا کار نوے استکبار ونوموۀ.

د امريکې خارجه وزير تېره ورځ وويل چې واشنګټن به له ايران څخه د تېلو د وارداتو لپاره د اتو هېوادونو بنديزي معافيتونه تمديد نه کړي او دغه هېوادونه پکار دي د روان 2019 کال د مۍ له دويمې نېټې څخه له ايرانه د تېلو واردات بند کړي. د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله د امريکې د حکومت دغه اقدام د استکبار نوے شکل وبلۀ چې يو لړ ټاکلي خصوصيتونه لري.

وړومبے خصوصيت يې دا دے چې نړيوال نظام د ځنګل د قانون په بنياد چلوي. د ځنګل په قانون کښې مرکزي دليل زور دے. قانون او اصول نه يوازې پکښې څه کردار نه لري بلکه د سيد حسن نصرا... له نظره د زورورۍ چلندونه د بې قانونۍ او د قانون د بې ارزښت والي سبب کيږي.

هغه څه چې ډونالډ ټرمپ او د امريکې اوسنے حکومت يې کوي د داسې بېلګې مصداق دے او د ټرمپ له نظره قانون يو داسې څيز دے چې خپله يې بيانوي او نور هېوادونه يې هم خيال ساتنې او عملي کولو ته مجبور دي.په داسې يوې بېلګې کښې له ترهه ګرۍ څخه ملاتړ کيږي او ورسره په يو وخت د ترهه ګرۍ د ملاتړي لخوا له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ادعا هم مطرح کيږي او حتی هغه ډلې او هېوادونه چې په حقيقي معنو کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په حال کښې دي له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ تورنيږي چې نمونه يې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو په خلاف غليمانه اقدام دے.

دويم خصوصيت يې دا دے چې هر څوک چې د ټرمپ د قانون په مقابل کښې راځي او ورسره مخالفت کوي سزا کيږي به. بائيکاټونه او بنديزونه د دا ډول سلوک مصداق دے او د لبنان د حزب الله د مشر د وېنا له مخې د ايران او وېنزوېلا په خلاف د بنديزونو وجه دا ده چې هغه څيز چې له فوځي مېدان څخه يې ترلاسه نه کړې شو کوشش کوي د بنديزونو له لارې يې ترلاسه کړي.

دريم خصوصيت دا دے چې د امريکې نوے استکبار د ستر هېوادونو په شمول نورو هېوادونو ته بې پامي کوي. سيد حسن نصرالله دغه خصوصيت په ټولې دنيا تېرے وبلۀ، ځکه چې امريکې په دې کار سره ټولو نړيوالو ادارو او د سترو او خپلو انډيوالو هېوادونو ګټو ته بې پامي کړې ده. په حقيقت کښې ټرمپ د خپل انتخاباتي شعار يعنې وړومبے امريکه شعار په لړ کښې د ترسره شوي کار سياست په مخکښې نيولےدے او د نورو هېوادونو لپاره هم لازمي ده چې تابعداري يې وکړي.

څلورم خصوصيت يې دا دے چې استکباري هېواد يو لړ څانګې او ډلې لري چې د استکباري چلندونو لګښتونه ادا کوي. په دوديز استکبار کښې به استعمارګرو د خپلو زورويونکو چلندونو لګښتونه خپله ادا کول خو په نوي استکبار کښې دغه لګښتونه د ډېرو وړو هېوادونو لخوا چې مالي بنسټ لري ادا کيږي. په مېنځني ختيځ کښې سعودي او امارات په هغو څانګو کښې شامل دي چې د امريکې د سياست لګښتونه ادا کوي. دغه هېوادونه د هغه ملاتړ په مقابل کښې چې د امريکې له سياستونو څخه يې کوي د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کښې مداخلت او لاسوهنه کوي، بې له دې چې نړيواله ټولنه د هغوي په باره کښې څه اقدام وکړي، ځکه چې استکباري قوت يعنې امريکه د دغو هېوادونو په خلاف هر يو اقدام ويټو کوي چې نمونه يې د يمن په خلاف جنګ کښې له سعودي څخه د ملاتړ د ختمولو په باره کښې د امريکې د پارلېمان د پرېکړليک ويټو کول دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.