Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63600
تاریخ انتشار : چهار شنبه 4 غوایی 1398 ساعت : 17:31:18

هره ورځ ۲۷ ماشومان د نس ناستي له امله مري

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې هره ورځ د نس ناستي یا کولرا ناروغۍ له امله ۲۷ ماشومان مري.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا دغه شمېر د نږدې لس کاله پخوا پرتله سم نیمايي کموالي ښيي، چې دوی یې لوی سببونه د عامه پوهاوي ډېروالی او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو ډېر شوی لاسرسی بولي.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار ویلي، تېرو کلونو کې هره ورځ نږدې ۵۰ افغان ماشومان د نس ناستې له کبله مړه کېدل.

دده په خبره، نس ناستی موسمي ناروغي ده، چې دوبي کې پرې تر ډېره حده ماشومان اخته کېږي. افغان روغتیايي چارواکي وايي، د عامې روغتیا په طبي مرکزونو کې یې ځانګړي روغتیا پالان ګومارلي چې د نس ناستې مخنیوي لپاره خلکو ته د اوبو او چاپېریال پاکولو مشورې ورکړي او په درملنه کې مرسته ورسره وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.