Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63601
تاریخ انتشار : چهار شنبه 4 غوایی 1398 ساعت : 17:33:27

هوږه د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي

د سرطان نړیوال څېړنیز بنسټ (WCRF) تر اوسه زرګونه څېړنې کړې دي، څو له دې لارې داسې خواړه ومومي چې د سرطان مخنیوی وکړي.

د دوی څېړنې په ډاګه کوي چې ګیاهي خواړه تر بل هر ډول خوړو ګټور دي او کولی شي د سرطان مخه ونیسي.

د دغو خوړو له ډلې یوه هم هوږه ده. ډېری کسان له دې کبله چې هوږه تېز او تند بوی لري، له خوړلو یې ډډه کوي، خو د هوږې همدا تېز او تند بوی د هغو ګوګردي ترکيباتو ښکارندویي کوي چې د بدن لپاره ګټور تمامېږي.

څېړنو ثابته کړې چې په هوږه کې شته دغه ترکیبات په بدن کې د سرطان مخنیوی کوي، د DNA په ترمیم کې موثر دي او سرطاني سلولونه له منځه وړي. د هوږې بله ځانګړنه دا ده چې له باکتریاوو سره مبارزه کوي.

په ځانګړې توګه (هلیکوباکتر پایلوري) له منځه وړي او د لویو کولمو د سرطان مخه نیسي. (هلیکو باکتر پایلوري) هغه باکتریا ده چې د معدې د زخم او ډېری وخت د سرطان لامل کېږي.

د دې لپاره چې د هوږې له ټولو ښېګڼو مو ګټه اخیستې وي، لومړی یې پوست کړئ، ټوټه ټوټه یې کړئ، څو پکې شته انزایمونه فعال او ګوګردي ترکیبات یې ازاد شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.