Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63602
تاریخ انتشار : پنج شنبه 5 غوایی 1398 ساعت : 14:12:59

ښاغلي محمد اتمر د مسکو په نړیوال امنیتي کنفرانس کې برخه واخیسته

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر، ښاغلي محمد حنیف اتمر د رسمي بلنې له مخې د روسیې فدراتیف جمهوریت په پلازمېنه مسکو کې د نړۍ او سیمې د امنیت په اړه جوړ شوي نړۍوال امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړ.

دغه کنفرانس چې د روسیې د حکومت لخوا یې کوربه‌توب کیږي د نړۍ له پنځوسو څخه زیاتو هېوادونو لوړپوړو امنیتي چارواکې پکې برخه اخیستې ده.

ښاغلی اتمر به د دې کنفرانس په جریان او دوه اړخیزو لیدنو کې د افغانستان د سولې بهیر او امنیت د ټینګښت په برخه کې د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړي.
د دې ترڅنګ به نوموړی د ناستې ګډونوالو و هڅوي، چې د افغانستان له دولت او خلکو سره د سولې بهیر او امنیت د تینګښت په برخه کې همکارۍ پیاوړي کړي.

ښاغلی محمد حنیف اتمر له تېرو پنځو کلونو را پدېخوا د مسکو نړۍوال امنیتي کنفرانس له محوري ګډونوالو څخه دی، چې هر کال د افغانستان په استازیتوب پکې ګډون کوي. سږ کال ښاغلي اتمر د سیمې او نړۍ د امنیتي او سیاسي مخکښانو په ډله کې د شخصي وړتیاو او تجربو له مخې دې ناستې ور بلل شوی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.