Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63603
تاریخ انتشار : جمعه 6 غوایی 1398 ساعت : 22:44:20

ایران د کابل په مشرۍ د سولې دخبرو ملاتړ کوی

زمونږ خبریال وایی په کابل کښې د ایران سفیر د افغانستان دحکومت په مشرۍ د سولې له بهیر څخه دتهران په ملاتړ ټینګار وکړ .

په کابل کښې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي او د افغانستان دملي امنیت سلاکار حمد الله محب په کتنې کښې دافغانستان دخلکو په مشرۍ او مالکیت دسولې د موضوګانو او د دوه اړخیزه ملګرتیا د پیاوړتیا په هکله دنظر تبادله وکړه .

دایران سفیر او د افغانستان دملي امنیت سلاکار د دغه هیواد دثبات لپاره دسیمه ییزې اجماع د څرنګوالي په هکله هم خبرې وکړې .

په افغانستان کښې دایران د اسلامي جمهوریت سفیر په دغه هیواد کښې د جنګ او نښتې  دختمیدا او دسولې د ټينګیدا پرضرورت ټینګار وکړ .

دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جوادظریف وړمه ورځ په نیویارک کښې د اسیایي ټولنې په غونډه کښې ویلي وو  دایران اصول دغه اجازه نه ورکوي دافغانستان په باره کښې په هغو خبرو کښې شرکت وکړي چې دکابل حکومت پکښې ګډون نلري .

امریکا د افغانستان دسولې په خبرو کښې د کابل حکومت څنګ ته کړی دی او کوشش کوي له طالبانو ډلې سره د افغانستان د خلکو د برخلیک د ټاکلو په هکله موافقې ته ورسیږي .

سیاسي کارپيژاندي باوري دي له طالبانو ډلې سره د امریکا خپل سره خبرې اترې چې د کابل له حکومت او دسیمې له هیوادونو سره له غږملتیا پرته ترسره کیږي په دغه هیواد کښې د سولې دټینګیدا سبب نشي کیدلای .

امریکا او د هغه ملګرو په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت دتامینولو په پلمه په دغه هیواد یرغل وکړ خو په دغه هیواد کښې نه یوازې امنیت ټینګ شوی نه دی بلکې ناامنۍ ، ترهګرۍ او دنشه ایزو مواد کر او تولید بیخي زیات شوی دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.