Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63611
تاریخ انتشار : يکشنبه 8 غوایی 1398 ساعت : 09:50:32

د تهران د کتاب نړيوال نندارتون

د تهران د کتاب نړيوال نندارتون د غوئي د روانې مياشتې له څلورمې نه نېټې څخه د تهران په امام خميني نومې مصلی يا عيدګاه کښې جوړه شروع شوے او د همدې مياشتې تر څوارلسمې نېټې پورې به دوام ولري.

په دغه نندارتون کښې د سلګونو داخلي کتاب پلورنځايونو او خپرندويه موسسو له  غرفو يا بکسټالونو نه علاوه د ملګرو ملتو، افغانستان، چين، چاپان، لبنان، يمن، اېټاليا، عراق ‎، هند او نورو ګڼ شمېر هېوادونو غرفې هم لګېدلې دي.
 
په دغه نندارتون کښې د افغانستان د سفارت په شمول د مختلفو افغان ناشرانو او کتاب خرڅونکو لخوا تقريباً اته غرفې يا بکسټالونه لګېدلي دي.

ه نندارتون ته زمونږ لېږل شوي رپورټر زيب شاهين وويل چې د بهرنيو هېوادونو په غرفو کښې له چيني غرفې نه پس د افغانستان غرفې زيات رونق لري او په تهران کښې مېشته ګڼ

شمير افغانان د دغو غرفود ليدو او د کتابونو اخېستلو لپاره نندارتون ته راځي.

زمونږ رپورټر زياتوي چې په دغو غرفو کښې فقط يوې غرفې چې د هرات احراري خپروندويه موسسه يا انتشارات احراري افغانستان نوميږي د پښتو کتابونه د خرڅون لپاره اېښودي دي او د سفارت په غرفه کښې د پښتو څو کتابونه پراته دي خو البته هغه د نندارې لپاره دي د خرڅون بڼه نه لري او په نورو ټولو غرفو کښې فقط فارسي او دري کتابونه دي چې په دې موقع ځينو پښتنو نندارچيانو او مراجعينو هم په تهران کښې د افغانستان له سفارت او هم د افغانستان له خپرندويه موسسو او کتاب خرڅونکو وغوښتل چې د پښتو کتابونو ته دې هم  په داسې نندارتونونو کښې پوره پوره ونډه ورکوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.