Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63615
تاریخ انتشار : دوشنبه 9 غوایی 1398 ساعت : 10:14:12

د افغانستان د خلکو د جهاد د بریا د اوه ویشتمې کالیزې په مناسبت پیغام

د غوايي د میاشتې اتمه د افغانستان د خلکو د برحقه جهاد د بریالیتوب له اوه ویشتمې کالیزې سره برابره ده، په دې ورځ د افغانستان پر ازادۍ او دین مینو ولسونو سرو لښکرو ته ماتې ورکړه او د برحقه جهاد حماسي بریا يې د نړۍ په تاریخ کې ثبت کړه.

د دې برحقه جهاد برياليتوب د سلګونه زره زړورو او پر وطن مینو افغانانو په قربانیو او سرښېندونو تر لاسه شو. زه د دې ستر بریالیتوب د اوه ویشتمې کالیزې مبارکي د افغانستان ټول مجاهد ولس او په خاص ډول د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوم. همدارنګه د هغو شهیدانو او ټپیانو د سرښېندنو او قربانیو قدرداني کوم، چې د هېواد د ازادۍ او سوکالۍ په لاره کې یې خپل ځانونه له ښکېلاک سره د مبارزې په لاره کې قرباني کړي دي.

موږ باور لرو، چې زموږ با شهامته او په سوله مین ملت به د تاریخ له سختو ازمونونو څخه په بریالیتوب تیریږي او د خپلو راتلونکو نسلونو له پاره به سوکاله او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان په میراث پریږدي.

په درنښت
محمد حنیف اتمر
د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر


  خبرگزاری افغان ایرکا

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.