Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63618
تاریخ انتشار : دوشنبه 9 غوایی 1398 ساعت : 15:46:38

په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه پرانستل شوه

په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۹) له طالبانو سره د خبرو لپاره د سرې کرښې د ټاکلو په موخه جوړه او رسماً پرانستل شوه.   

د مشورتي لویې جرګې د ترسره کولو کمیسیون مشر محمد عمر داوود زي په خپلو لومړنیو خبرو کې څرګنده کړې، چې له پرانستونکې ناستې وروسته به د جرګې ۳۲۰۰ ګډونوال په کاري کمیتو کې د حکومت لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.

ښاغلي داوودزي له طالبانو هم وغوښتل، چې روانه جرګه وڅاري؛ د ګډونوالو او خلکو وړاندیزونه د جګړې د پای ته رسولو لپاره په پام کې ونیسي.

نوموړي دا هم وویل، چې په دې جرګه کې د ایران او پاکستان د کډوالو د استازیو په ګډون د هېواد له بېلابېلو برخو او ان د طالبانو تر څارنې لاندې سیمو څخه استازي راغلي دي.

هغه زیاته کړې، چې د جرګې غړي به په ۵۱ کاري کمیتو کې کار وکوي او د مشورو له بشپړیدو وروسته به د جرګې رییس ته وړاندې شي.

ویل کیږي، چې مشورتي لویه جرګه به څلور ورځې روانه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۲ ټاکنیزو ډلو، سیاسي څیرو او مدني بنسټونو په جرګه کې ګډون ندی کړی.

په دې اړه بشپړ ګزارش د بښپړیدو په حال کې دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.