Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63619
تاریخ انتشار : دوشنبه 9 غوایی 1398 ساعت : 15:48:04

ولسمشر غني عبدالرب رسول سیاف دریځ ته و باله او د جرګې د مشرۍ په کرسۍ یې کښیناوه

د افغانستان ولسمشر غني نن دوشنبه د ثور میاشتې په ۹ مه د سولې مشورتې لویې جرګې را بلل شوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې تاسې مو د دې لپاره را غوښتي یاست چې سوله تعریف کړئ او د سولې لپاره خطوط مالوم کړئ.

ولسمشر غني د جرګې غړو ته په خطاب کې وویل:” تاسې به د خلکو غوښتنو ته د سولې په اړه یو لوری ورکوئ. د سولې خبرې منظمې او منسجمې کړئ ، په دې خبرو کې به سانسور نه وي ، خپلې د زړه خبرې مو وکړئ”.

د سولي مشورتي لویه جرګه د افغانستان له ولایتونو په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د استازو څخه جوړه شوې چې پکې نږدې درې زره تنو ګډون کړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.