Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63623
تاریخ انتشار : دوشنبه 9 غوایی 1398 ساعت : 16:43:29

امریکا په نارواؤ حکومتونو تکیّه لری

داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس ځواک قوماندان په ډاګه کړې ، امریکا اودهغې متحدان دې پوهه شی،چې نن سبااسلامی ایران،یو قدرتمند هیواد دی او له پوځی اوامنیتی نظره په لوړه سویه چمتووالی لری .

زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس ځواک قوماندان  سردار تورن جنرل قاسم سلیمانی  نن په تهران کې د  ایران دپولیسو د قوماندانانو،چاروالو،مدیرانو اومسئولانو په عمومی کنفرانس کې وئیلی دی،دښمنان هڅه کوی  دهیواد دامنیت په ګډوډولو او  داقتصادی بندیز په دوو اړمونو سره اسلامی ایران ته تاوان ورسوی .

 سردار قاسم سلیمانی ددېخبرې په کولو سره چې دښمن غواړی په اقتصادی دباؤنوسرهایران خبرو ته اړباسی،ټینګارکړی؛دایران هوښیار اوځیر ولس،له دښمن سره په اوسنیو شرائطوکې خبرې اترې دتسلیمیدا  په مصداق ګڼی اوهیڅکله هم دغه ذلت ته غاړه نه ږدی .

 داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس ځواک قوماندان  په ډاګه کړې،امریکا اودهغې متحدان دې پوهه شی،چې نن سبااسلامی ایران،یو قدرتمند هیواد دی او له پوځی اوامنیتی نظره  په لوړه سویه   چمتووالی لری .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.