Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63624
تاریخ انتشار : چهار شنبه 11 غوایی 1398 ساعت : 17:19:02

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو شپږم پړاو نن پیلیږي

ټاکل شوې نن چهار شنبه په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو شپږم پړاو پیل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر کې لیکلي چې، نن چهار شنبه په قطر کې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو شپږم پړاو پیلیږي، خو امریکایي چارواکو پدې اړه څه ندي ویلي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو شپږم پړاو په داسې حال کې پیلیږي، چې په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه کې ۳۲۰۰ کسان راټول شوي تر څو افغان حکومت ته له طالبانو سره د خبرو په اړه مشورې وکړي.

لدې وړاندې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پاکستان ته تللی و او هلته یې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه په گډون له لوړپوړو پاکستانيو چارواکو سره وکتل تر څو پاکستاني چارواکي د سولې په تړاو اغیزمنو همکاریو ته اړ کړي.

خلیلزاد د پاکستان له سفر خوښ ښکاري. نوموړي په ټوېټر کې لیکي چې، پاکستان د بین الافغاني خبرو د هڅو ملاتړ کوي او ژمن دی چې په افغانستان کې تاوتریخوالي د کچې په راکمولو کې مرسته وکړي.

همدارنګه نوموړي وایي چې، پاکستان دې ليوالتيا هڅولى چې غواړي د افغان سولې په تړاو سيمه کې د يوې «اجماع» په جوړولو کې رول ولوبوي.

زلمي خلیل ‌زاد د اپرېل له ۲۲ مې سیمې او نړۍ ته د افغان سولې د پروسې د هڅو په دوام خپل سفر پیل کړی چې تر دې دمه یې انګلستان، روسیه، افغانستان او پاکستان ته سفرونه کړي.

رویټرز خبرې اژانس د یوه غربي دیپلومات له قوله لیکي چې، د خبرو اترو پدې پړاو کې به امریکا پلاوی تر ډیره په اوربند تمرکز وکړي تر څو جګړه ودریږي.

دا په داسې حال کې دې چې، طالبان تر هر څه وړاندې له افغانستان نه بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار کوي.

د خبرو اترو په پنځم پړاو کې امریکایي او طالب استازو له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو د وتلو او د بل چا پرضد د افغان خاورې نه کارولو په اړه یوه مسوده چمتو کړه.

بلخواد امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل چې، واشنګټن په افغانستان کې دوو اصلي موخو ته ژمن دی،یو په افغانستان کې د نښتو پای لپاره سیاسي حل لاره او بلپه راتلونکې د دغه هېواد له خاورې د لویدیځ پر وړاندې د تروریستي بریدونو مخنیوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر طالبانو سره د خبرو پیاوړتیا لپاره د افغانانو یوې پراخې سیاسي اجماع رامنځته کېدو باندې ټینګار کړی.

دغه لوړپوړې امریکایي دیپلمات د دغې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه امریکا د افغانستان په جګړې کې خپله بریا تعریفوي وایي، چې واشنګټن په افغانستان کې د سولې ټینګښت او تاوتریخوالي پای لپاره هڅه کړې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.