Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63628
تاریخ انتشار : شنبه 14 غوایی 1398 ساعت : 15:57:49

د مشورتي لویې جرګې په اړه د اجراییه ریاست په شمول سیاسيونو او طالبانو غبرګونونه ښودلي

د سولې مشورتي لویه جرګه چې پرون جمعه پای ته ورسېده، ګډنوالو یې ۳۲ مادیزه پرېکړه لیک ولسمشر غني ته وړاندې کړ. ولسمشر غني دا پرېکړه لیک د دولت کړنلاره وبلله، خو دا جرګه د اجراییه ریس عبدالله عبدالله په شمول د سیاسي مشرانو او وسله والو طالبانو له غبرګون سره مخ شوه.

اجراییه ریس عبدالله عبدالله د آناتولي خبرې اژانس سره د مرکې پر مهال وویل چې، د سولې مشورتي لویه جرګه باید د سولې له هوکړې وروسته ترسره شوې وای.

د نوموړي له قوله، د لویې مشورتي جرګې د پرېکړه لیک په اړه یوه اونۍ وړاندې د جرګې د رهبرۍ لخوا تصمیم نیول شوی او زیاتوي چې، جرګې له لوړ مالي لګښت، خلکو ته له مالي زیان رسولو او د دولت د اقتصادي فعالیتونو په ټپه درولو سربېره، کومه نوې لاسته راوړنه نه لري.

اجراییه ریس وویل: «مشورتي لویه جرګه نن پای ته ورسېده. د یوې اونۍ لپاره یې په هیواد کې ټول اقتصادي فعالیتونه او دولتي کارونه په ټپه ودرول. یوه ورځ باید قضاوت وشي چې داسې ناستې ته اړتیا وه یا نه. هغه څه چې پدې لویه جرګه کې وړاندې شول؛ کوم نوي څه نه وو.»

همدارنګه نوموړي وویل چې، څه موده وړاندې د پخلاینې رهبرۍ شورا ناسته په کابل کې ترسره شوه. د مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک په اړه په همغه ناسته کې خبرې وشي او پرېکړه وشوه. د افغانستان غوره خلکو ته په درناوي، په د لویې مشورتي جرګې په پرېکړه لیک کې نوي ټکي ونه لیدل شول.

ټینګار کوم چې، دې لویې جرګې نوې لاسته راوړنې نه لري، خو دا چې د جرګې پر مهال هیڅ کومه پیښه رامنځته نشوه؛ خوشحاله یوو. پولیسو ټینګ امنیتي تدابیر نیولي و او خلکو هم همکاري وکړه.

اجراییه ریس د طالبانو د نورو ترهګرو شبکو سره اړیکه پرېکول د سولې خبرو یو هم شرط بولي او ټینګار کوي چې، دا به افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو د فعالیت مخنیوي وکړي.

عبداالله عبدالله د بین الافغاني خبرو ناسته چې ټاکل شوې وه د اپرېل میاشتې په نوولسمه نېټه په دوحه کې ترسره شي د لغوه کېدل د افغان حکومت کمزوريی مدیریت بولي.

د عبدالله عبدالله له قوله، د قطر ناسته د سولې په برخه کې یوه موقع وه، چې کولای یې شول د لا زیاتو خبرو لپاره لاره پرانیزي.

دې ته ورته د حینف اتمر ته مشرۍ لاندې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم هم د یوې اعلامیې په خپرولو د مشورتي لویې جرګې په اړه غبرګون ښودلی.

په بیانیه کې راغلي، لویه مشورتي جرګه د افغانستان د خلکو په کلتور او فرهنګ کې د یووالي لامل کیږي، خو مشورتي لویه جرګه د خلکو د نفاق او په هیواد کې د سیاسي جریانونو د مطرح کولو لامل شوه.

د اعلامیې له قوله، حکومت هڅه درولوده چې، د یادې مشورتي جرګې په واسطه د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته خپل کار ته مشروعیت ورکړي، د سولې پروسه په خپله ولکه ک ونیسي، د سولې پروسه تخریب کړي او په هیواد کې سیاسي جریانونو له منځه یوسي.

بلخوا طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه غبرګون ښودلی.

طالبانو د سولې مشورتي لويه جرګه نمايشي او له انزاوا څخه د ولسمشر غني د اېستلو هڅه بللي ده. دې ترهګري ډلې د لويې جرګې د اوربند له غوښتني سره هم مخالفت کړی دی.

په ورته وخت کې، د کورنیو چارو وزارت د سولې مشورتي لویې جرګې پر مهال د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې ستایي او وایي چې د ترهګرو د یو شمېر بریدونو مخنیوی یې کړی دی او ۱۰۲ کسان یې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال خوشحال سعادت وویل چې، د لويې جرګې د پيل له اولې ورځي تر څخه تر پنځمې ورځي پورې يې دوه ديرش عمليات تر سره کړي او پر مهال يې يو سل او دوه کسان نېولي دي.

ولسمشر غني هم د امنيتي ځواکونو هڅي ستايلي دي او په عيني وخت کې يې د کابل له اوسېدونکو څخه د لارو د بندېدلو له امله بخښنه هم غوښتې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.