Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63629
تاریخ انتشار : شنبه 14 غوایی 1398 ساعت : 16:01:19

ولسمشر: ما خو ملت ته سپين چک ورکړ، طالبان دې کار ته حاضر دي؟

د سولې مشورتي لویه جرګه چې له طالبانو سره د سولې خبرواترو لپاره د چوکاټ او حدودو د تعینولو په موخه په کابل کې جوړه شوې نن جمعه له غرمې مخکې پای ته ورسېده.

د سولې مشورتي لویې جرګې استازو نن د یوې پرېکړه لیک له مخې چې ۲۳ مادې لري خپلې سلامشورې، وړاندیزونه او غوښتنې له افغان حکومت سره شریکې کړې.

په دغه پرېکړه لیک کې د جرګې ګډونوالو د فوري اوربند، بین الافغاني خبرو، اساسي قانون ته پوره درناوی، د ښځو حقونو د خوندیتوب، د ملي او دفاعي ځواکونو د بشپړ ملاتړ او پیاوړتیا، بشري حقونو او تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو خوندیتوب او له قطر څخه د طالبانو د سیاسي دفتر د لېږد سربېره د یو لړ مهمو او اساسي مساییلو په اړه خپل نظرونه، لیدلوري او وړاندیزونه په یوه رسمي سند کې چاپ او وړاندې کړي دي.

ولسمشر غني د لویې جرګې پای غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې، د سولې د مشورتي لویې جرګې پر وړاندیزونو بشپړه باور لري او پر عملي کولو به یې لاس په کار شي.

ولسمشر وویل: «زه په طالبانو غږ کوم که تاسې په هره پلمه جنګ کوئ، نیتجه یې مصیب او بدبختي ده. طالبانو ته وایم تاسې کله له خلکو پوښتنه کړې چې دوی څه غواړي. راشئ، درې نیم زره افغانان ټول کړئ ورنه پوښتنه وکړئ چې څه غواړي. ما خو سپین چک ورکړ، هیبت الله حاضر یې ملت ته سپین چک ورکړې.»

ولسمشر غني د جرګې استازو ته په خطاب کې وویل:« زه حاضر یم چې ستاسو برحقه او مشروع غوښتنه چې اوربند دی عملي کړم. زه د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په صفوفو کې دا جراات او قوت وینم چې په اوربند کې نظم او دسپلین عملي کړي.»

همدا رانګه ولسمشر ټینګار وکړ چې، اوربند به یو طرفه نه وي. که طالبان په واضح توګه اوربند ته حاضر وي، موږ کولای شو د هغې په تخنیکي جزئیاتو کار وکړو.

ولسمشر غني وویل چې، د سولې د مشورتي جرګې د پرېکړه لیک څخه په الهام له طالبانو غواړم چې په افغانستان کې د ننه مذاکراتو ته چمتو شي.

مونږ حاضر یو د هېواد په ننه او بهر کې مذاکراتو ته زمینه برابره کړي. مونږ غواړي افغانستان د خپلې سولې کوربه و اوسي.

ولسمشر په طالبانو غږ وکړ چې د مرکز په شمول هر ولایت کې چې غواړي د مذاکرې لپاره راشي، د مشورتي لویې جرګې څخه په الهام اخیستلو، مشورتي لویې جرګې ماته مشوره راکړې ده چې زه مذاکراتي ټیم وټاکم، زه به د مذاکرې ټیم ټاکم، نه د مذاکرې لښکر.

همدارنګه ولسمشر وویل چې، د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې قطعنامه د سولې طرحه ده او د یوې طرحې په توګه به ورڅخه کار واخیستل شي.

ولسمشر وویل چې، افغان حکومت د روژې په درناوي او یوې اسلامي او انساني ډالۍ په توګه طالب بندیان چې د کلونو راهیسې په بند کې دي خوشي کوم.

نوموړي وویل: « د جرګې په درناوي او د روژې مبارکې میاشتې ته په دروناوي، د حسن نیت او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د دوستانه حرکت په توګه غواړم چې ۱۷۵ تنه طالبان چې له کلونو راهیسې بندیان دي خوشي او له زندانه خلاص کړم. له طالبانو غواړم چې خپل استازی کابل یا د افغانستان بل ښار ته راولیږي او دا ۱۷۵ تنه بندیان په خاصو افغاني مراسمو کې زمونو له خوا د یوې اسلامي او انساني چلند او ډالۍ په توګه وروسپاري.

نوموړي وویل، مونږ خو د روژې میاشتې نه په دغه ډول هر کلی کوم، اوس وګورو چې د طالبانو ځواب څه شی دی.

ولسمشر غني له طالبانو څخه وغوښتل چې په کور دننه له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي او له قطر څخه یې کابل ته د طالبانو د سیاسي دفتر د لېږد غوښتنه وکړه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.