Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63630
تاریخ انتشار : شنبه 14 غوایی 1398 ساعت : 16:03:49

ولسمشر: ۱۷۵ طالب بندیان خوشی کوو، اوس به د طالبانو ځواب هم وګورو

ولسمشر محمد اشرف غني پرون جمعه د سولې مشورتي لویې جرګې پای غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې، افغان حکومت د روژې په درناوي او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوې دوستانه او انساني ډالۍ په توګه په لسګونو طالب بندیان خوشي کوي.

ولسمشر غني وویل: « زه نن د جرګې په درناوي او د روژې مبارکې میاشتې ته په دروناوي، د حسن نیت او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د دوستانه حرکت په توګه غواړم چې ۱۷۵ تنه طالبان چې له کلونو راهیسې بندیان دي خوشي او له زندانه خلاص کړم. له طالبانو غواړم چې خپل استازی کابل یا د افغانستان بل ښار ته راولیږي او دا ۱۷۵ تنه بندیان په خاصو افغاني مراسمو کې زمونو له خوا د یوې اسلامي او انساني چلند او ډالۍ په توګه وروسپاري.»

نوموړي وویل، افغان دولت د روژې د میاشتې نه په دغه ډول هر کلی کوم، اوس به وګورو چې د طالبانو ځواب څه شی دی.

ولسمشر غني د جرګې استازو ته په خطاب کې وویل، زه حاضر یم ستاسې مشوره چې اور بند دی عملي کړم، خو اوربند به یو طرفه نوي، که طالبان په واضح توګه اوربند ته حاضر وي، مونږ کولی شو د هغه په تخنیکې چارو جزییاتو کار وکړو.

ولسمشر غني وویل چې، د سولې د مشورتي جرګې د پرېکړه لیک څخه په الهام له طالبانو غواړم چې په افغانستان کې د ننه مذاکراتو ته چمتو شي.

مونږ حاضر یو د هېواد په ننه او بهر کې مذاکراتو ته زمینه برابره کړي. مونږ غواړي افغانستان د خپلې سولې کوربه و اوسي.

«مشورتي لویه جرګه له ما غواړي چې د دغه اتفاق او اتحاد څخه راوتلې طرحه عملي کړم. تر دې لویه اجماع چې نن د لویې جرګې په تالار کې لیدل کېږي، بل ځای کې نشته. ما ستاسو خبرې واورېدې. مشورتي لویې جرګې ماته صلاحیت او مشوره راکړې ده چې مذاکره کوونکی پلاوی وټاکم. زه به د مذاکرې ټیم ټاکم، نه د مذاکرې لښکر. د سولې د مشورتي جرګې د پرېکړه لیک څخه په الهام له طالبانو غواړم چې په افغانستان کې دننه مذاکراتو ته چمتو شي. موږ حاضر یو په هېواد کې دننه مذاکراتو ته زمینه مساعده کړو.»

ولسمشر له طالبانو وغوښتل چې، په روژې میاشت کې ملت ته د روژه ماتې د خوشالۍ ترڅنګ یوه بله خوشالي راوړي، جګړه پای ته ورسوو او د ملت څخه د غم او مصیب ټغر ټول کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.