Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63631
تاریخ انتشار : شنبه 14 غوایی 1398 ساعت : 16:04:46

پکتیا کې طالبانو د ملي پوځ د یوه سرتیري مېرمن او زوی وژلي

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وویل چې، تېره ورځ مازدیګر مهال د پکتیا ولایت احمدخېلو ولسوالۍ د حسن خېلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو یوه ځایي قوماندان قاري عزیز یوه مېرمن د هغې له ۱۳ کلن زوی نثار سره یو ځای په دې تور وژلي چې خاوند یې په ملي پوځ کې دنده ترسره کوي.

د نوموړي له قوله، د سرباز دیدار مېرمن او زوی د قاري عزیز د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه له کابله د ده کور ته ورغلي وو چې، وروسته یې وژلي دي.

بلخوا طالبان وایي چې په پیښه کې لاس نه لري او دا یوه شخصي جنايي پيښه بولي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.