Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63633
تاریخ انتشار : شنبه 14 غوایی 1398 ساعت : 16:12:45

جمهوررئیس غني: هیواد ته د کډوالو باعزته راستنېدل د سولې په چوکاټ زموږ یو ملي لومړیتوب دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر په ایران، پاکستان او اروپا کې د افغان مهاجرینو له استازو سره وکتل. په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې ناصر واعظي په ایران کې د افغان مهاجرو په استازیتوب خبرې وکړې  او د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو د ستاینې ترڅنګ یې وویل، هیله من یم چې موږ هم له سولې برخمن شو.

نوموړي په ایران کې د افغانستان سفارت د ساحې د پراخوالي او د دغه هېواد په سترو ښارونو کې د افغان قونسلګریو د زیاتولو، په ایران کې افغان مهاجر ځوانانو ته د تحصیلي بورسیو د تخصیص او د غوره محصلینو د ملاتړ، په دولتي ادارو کې د فارغانو د جذب، د مهاجرینو د باعزته بېرته راستنېدو د زمینې برابرولو، د هویت د تثبیت او پاسپورټ د وېش په برخه کې د ستونزو د رفع کولو او په ایران کې د افغان مهاجرو نورو ستونزو ته پر موقع د رسېدګۍ په برخه کې خپل وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

وروسته حاجي رازمحمد سلېمانخېل په پاکستان کې د افغان مهاجرو په استازیتوب د استوګنې د نمرو د وېش، ځوانانو ته د بورسیو د تخصیص، د پاسپورټ د وېش په برخه کې د اسانتیا برابرولو او د حج سهمیې د زیاتولو په برخو کې د افغان مهاجرو غوښتنې او وړاندیزونه بیان کړل. وروسته ښاغلي نوابي په اروپاکې د مېشتو افغان مهاجرو په استازیتوب خبرې وکړې او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو په برخه کې د جمهوررئیس د هڅو د قدردانۍ ترڅنګ وویل، په اروپا کې د افغان مهاجرو له استعداد څخه دې د هېواد د ابادۍ لپاره استفاده وشي.

ورپسې جمهوررئیس غني و ویل، هېواد ته د افغان ګډوالو له راستنېدو پرته وطن تکمیل نه دی او موږ د هغوی باعزته راستنېدو ته منتظر یوو. هغه زیاته کړه د سولې په چوکاټ کې زموږ یو ملي لومړیتوب هېواد ته د مهاجرینو باعزته راستنېدل دي. جمهوررئیس وویل، اروپایي ټولنه زموږ ستر شریک دی او پر یوه منسجم پلان کار کوو چې وتوانېږو په تدریجي ډول افغان مهاجرین وطن ته راستانه کړو.

د هیواد جمهوررئیس د افغان مهاجرو استازو ته په خطاب کې وویل، خپلو اولادونو ته توصیه وکړئ چې د کرنې او دیجیټلي اقتصاد تحصیلي څانګې زیاتې  انتخاب کړې. جمهوررئیس غني د مرکزي احصایې ادارې ته لارښوونه وکړه، په ایران او پاکستان کې دې د افغان مهاجرو د پاسپورټ ستونزې ته رسیدګي وکړي. دغه راز یې لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه وکړه، هغو کډوال زده کوونکي چې په خپله وړتیا او تونایي ځلېږي، پاملرنه وکړي.

د غونډې په پای کې جمهوررئیس په یادو هیوادونو کې د افغان مهاجرو استازو ته وویل، په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې دې خپلې طرحې د افغانستان حکومت سره شریکې کړي او افغان متخصصینو ته لومړیتوب ورکول کېږي.




  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.