Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63636
تاریخ انتشار : يکشنبه 15 غوایی 1398 ساعت : 10:00:46

تادین خان: د دندې له پیله مو د طالبانو پر وړاندې له زغمه کار اخیستی، خو دغه خلک د زړه سوي نه دي

د کندهار د امنیې قومندان جنرال تادین خان وایي، چې د وسله والو پرضد يې د خپلې دندې د پيل راهیسې له زغمه کار اخیستی، خو له دې وروسته به  امنیتي قواووې د وسله والو پرضد جدي غبرګون وښيي.

نوموړي زیاته کړې چې د دندې له پیله یې د طالبانو پر ضد له زغمه کار اخیستی خو نور به په وسله والو زړه ونه سوځوي.

 جنرال تادین خان دغه څرګندونې په هغو ویډیو کلیپ کې کړې دي چې د پولیسو مطبوعاتي دفتر رسنیو ته لېږلی.

په دغو کلیپ کې د کندهار د پولیسو مشر زیاته کړې چې د یاد ولایت په شپږو ولسوالیو کې د وسله والو پرضد عملیاتو شوي چې په پایله کې یې ترهګر ځپل شوي.

تادین خان  په دغو ویډیويي بیان کې وويلي:”په شپږو ولسوالیو میوند، شاه ولیکوټ، غورک، معروف، ارغستان، میانشین او د ښورابک او بولدک ترمنځ سیمو کې عملیاتو اوس هم دوام لري وسله وال پاکستان ته اوښتي او یاهم خپلو مرکزونو ته پر شا شوي، ټولو قطعاتو ته مو جدي لار ښوونه کړې چي د وسله والو پرضد نور له جدیت څخه کار واخلي ځکه دوی غوښتل په پسرلي کې کندهار کې یو وحشت جوړ کړي، خو موږ يې مخه نیولې او دا خلګ نور د زړه سوي نه دي.”


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.