Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63637
تاریخ انتشار : يکشنبه 15 غوایی 1398 ساعت : 10:01:25

خلیلزاد په یوه تازه ټویټ کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د جګړې ښکېلې غاړي دې وسلې پر ځمکه کیږدي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټویټ کې ویلي چې د سولې بهیر پایله دا ده چې د جګړې ښکېلې خواوې دې وسلې پر ځمکه کیږدي، د دې لپاره چې تاوتریخوالی را کم شي نو ښکېل اړخونه باید وسله پر ځمکه کیږدي، ځکه دا یو اخلاقي او مسولانه انتخاب دی.

بل خو تر دې مخکې د طالبانو  ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي خلیلزاد د یوه ورته ټوېټ په ځواب کې ویلي وو چې خلیلزاد دې له طالبانو  څخه د وسلې ایښودلو تمه نه کوي.

خلیلزاد او د طالبانو ویاند ذبح مجاهد په داسي حال کې دغسې ټویټونه سره ځوابوي چې د امریکايي پلاوي  او طالب استازو ترمنځ د شپږم پړاو خبرې تېرې چهارشنبه په دوحه کې پيل شوې او دوه ورځي به نور لا هم دوام وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.