Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63638
تاریخ انتشار : يکشنبه 15 غوایی 1398 ساعت : 10:02:30

غني: مننه چې جرګه مو بریالۍ کړه، تاسې لاره وټاکله اوس یې په توکل د خدای عملي کوو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د پکتیا، پکتیکا، لوګر او خوست ولایتونو له مشرانو سره د لیدنې پرمهال ویلي، ” تاسې لاره وټاکله اوس یې په توکل د خدای عملي کوو او د وطن لپاره هره عمده پرېکړه ان که زما د سر په قېمت هم وي تطبیقوو. سوله راتلونکې ده او په ګډه به دا وطن جوړو”.

د ارگ له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله ولسمشر غني د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست او ټولو ولایتونو د استازو د فعال ګډون او د ولس د ارادې د ښه تمثیل ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې،” تاسې د دې ولس عزت، عظمت او پوهه ولیده او له تاسو هر یوه څخه مننه چې دغه جرګه مو بریالۍ کړه”.

د خبر پاڼې له مخې، ولسمشر غني له دغو مشرانو سره لیدنه کې ژمنه کړې چې په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول لویه پکتیا کې د اوبو مدیریت  او کوچنیو بندونو جوړولو ته به پاملرنه وشي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.