Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63639
تاریخ انتشار : يکشنبه 15 غوایی 1398 ساعت : 10:04:53

ديني عالمانو د روژې مياشت کې د اوربند غوښتنه وکړه

په ختیځو ولایتونو کې یو شمېر دینې عالمانو د یوې خبرې ناستې پرمهال پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د روژې په مبارکه مياشت کې اوربند اعلان کړي.

د حج اوقافو رئیس مولوي محمد داود مجاهد  د لويې مشورتي جرګې پريکړو هر کلی وکړ او له ښکېلو خواو يې غوښتنه وکړه، چې د روژې په مبارکه مياشت کې له تاوتريخوالي لاس واخلي، دواړه خواوې اوربند وکړي او تلپاتې سوله رامنځته کړي.

 ديني علمانو له شتمنو خلکو غوښتنه وکړه، چې روژې مبارکې مياشت کې د يتيمو، بېوزله او غريبو خلکو لاسنيوی وکړي او ټولې هغه مرستې دې ور سره تر سره کړي، چې د روژې مبارکه مياشت کې لازمې دي او ورته خلک اړتيا لري.

دیني عالم مولوي جلال ابادي وویل چې روژه د بښنې او همدردې میاشت دي نو شتمن او سوداګر دي په دي میاشت کې د بیوزلو لاسنوي وکړي .

دا دیني عالمان داسې مهال د سولې غږ پورته کوي چې یوازې په همدې اونۍ کې شپږ تنه دیني عالمان د نا څرګندو وسلوالو له لوري وژل شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.