Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63641
تاریخ انتشار : يکشنبه 15 غوایی 1398 ساعت : 19:34:12

مسلمیار: وسلوال طالبان او حکومت دې اوربند وکړي

د مشرانو جرګې رييس له وسلوالو طالبانو او حکومت څخه غوښتي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د خلکو د غوښتنې له مخې اوربند ته غاړه کیدي.

د مشرانو جرګې رییس وايي، چې روانه جګړه د هیڅ لوري په ګټه نده.

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وایي؛ له طالبانو غواړو، چې ویښ شي؛ د سولې غږ پورته او اوربند وکړي. مونږ له ښکېلو خواوو غواړو، چې دا کار وکړي او وینه توییدنه پای ته ورسوي؛ ځکه دغه حالت د هیچا په ګټه ندی.

یو شمېر سناتوران پدې باور دي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې لپاره هیڅ دلیل نشته.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال هم وايي؛ د سولې د خبرو لپاره باید مناسبه تګلاره جوړه شي، چې په هېواد کې جګړه پای ومومي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال: محمد علم ایزدیار وایي، چې خلک له روانې جګړې ستړي شوي او هره ورځ وژل کیږي. د تلپاتې سولې لپاره باید سمه لار ولټول شي، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله  رلامنځته شي.

د مشرانو جرګې غړي ټينګار کوي، چې لږ تر لږه د روژې په میاشت کې باید خلک په اوربند کې ژوند وکړي.  

د مشرانو جرګې غړي عبدالطیف نهضت یار ویلي، چې  نور؛ نو د جګړې د غزولو لپاره کوم دلیل نشته باید جګړه پای ومومي او په ځانګړي توګه د روژې په مبارکه میاشت کې د مسلمان وینه ونه بهیږي.   

د مشرانو جرګې زیاتره غړي پدې باور دي، چې اوس په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې ته د رسیدلو زمینه برابره شوې؛ نو، ځکه وسلوال طالبان دې خپل دریځ نرم کړي او د افغانانو خپلمنځي خبرو او سولې ته دې غاړه کیدي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.