Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63643
تاریخ انتشار : سه شنبه 17 غوایی 1398 ساعت : 17:51:21

خلیلزاد د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیرې سره د افغانستان د سولې پر روان بهیر غږېدلی

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې زلمي خلیلزاد د دغو هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې سره لیدلي او په دې کتنه کې یې  د افغانستان د سولې بهیر  په اړه هغې معلومات ور کړي دي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په دغې خبر پاڼه کې ویل شوي د افغانستان د سولې په راتلونکو پړاونو کې دغه هېواد غواړي له مهمو لوریو سره کار وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې سوشماسوراج له خلیلزاد سره پرون دوشنبه د مې په ۶ مه د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمې هېوادونو پر رول سره غږیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نن  د سې شنبې په ورځ به په دوحه کې له طالبانو سره د شپږم پړاو خبرې بیا پیل کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.