Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63644
تاریخ انتشار : سه شنبه 17 غوایی 1398 ساعت : 17:56:51

په شیطانانو او کفارو د غلبې یوازنۍ لاره مقاومت دې

د بشریت او اسلامی ټولنې ننی اساسی اړتیاوې په قرانی معارفو پوهیدل او په هغو عمل وبلل او د قران کریم په غوښتنه له استکبار ، کفر او طاغوتیانو سره په مقابلې او هغو په وړاندې په مقاومت ټینګار وکړ.

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی امام خامنه ای ټینګار وکړ په تیرو ۴۰ کلونو کی د ایرانی ملت ډیر پرمختګ او زیاتیدونکې عزت په قران په عمل کولو او مقاومت  په علت دی او نن هم په شیطانانو او کفارو د غلبې یوازنۍ لاره مقاومت دې .

د رهبرۍ ستر مقام پرون د روژې د مبارکې میاشتې په درشل کی له قران کریم سره د مینې په محفل کی چی د امام خمینی رح په حسینیه کی د قاریانو ،  قرانی مدح ویونکیو او مناجات ویونکیو په ګډون سره ترسره شو ، د بشریت او اسلامی ټولنې ننی اساسی اړتیاوې په  قرانی معارفو پوهیدل او په هغو عمل وبلل او د قران کریم  په غوښتنه له استکبار ، کفر او طاغوتیانو سره په مقابلې او هغو په وړاندې په مقاومت ټینګار وکړ .

د رهبرۍ ستر مقام څو کاله مخکې په ځینو هیوادونو کی د خلکو پاڅون او اسلامی ویښتیا حرکت ته په اشارې سره جوته کړه دغه حرکت د هغه په قدر د نه پوهیدو او په امریکا او صیهونیسټ رژیم د باور په وجه غلی شو خو د ایران ملت د حضرت امام خمینی رح په برکت چی قرانی معارفو سره بلد وو ، د خپل حرکت او انقلاب په قدر پوهه شول او له هماغه لومړۍ ورځې یې په استکباری قدرتونو باور ونکړ او هغو په وړاندی ودریده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.