Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63650
تاریخ انتشار : پنج شنبه 19 غوایی 1398 ساعت : 16:09:05

هیله ده ایران په جامعې ایټمی کې موافقې هماغه راز پاتې شی

اروپائی اتحادئې پخپلې نننۍ اعلامیې کې له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه په ملاتړ او له دغې موافقې څخه په وتلو پسې دامریکا ایرانی ضد بندیزونو په بیرته ستنیدو دخواشینۍ په ښودلو سره زیاته کړې،هیله ده تهران د مشترک کمیشن پشمول د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې چوکاټ او لاروچارو ته دوام ورکړی .

 فرانس پریس آژانسراپورورکړ د اروپائی اتحادئېدبهرنی سیاستمسئولې میرمن فډریکا موګرینیاو د اروپائی ټرائیکا،یعنی د انګلستان،جرمنی  اوفرانسې خارجه وزیرانو نن دیوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی،د نړیوالې ایټمی موافقې په باب هر ډول الټی میټم ردوی  اوددغې موافقې  په مادو کې  دخپلو ژمنو  دکمیدا په باب دایران اعلامیه په اندیښنو سره ارزوی .

 داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی پرون  له جامعې ایټمی موافقې څخه دامریکا دوتلو په لومړنۍ کلیزې  په وخت او دغه راز ددغې یو اړخیزې وتنې  دلګښتونو په جبرانولو کې د اروپا لټۍ ته په اشارې سره اعلان کړی،ایران دنړیوالې ایټمی موافقې په چوکاټ کې خپلې دوې ژمنې دروی څو اروپایان  په شپیت ورځنۍ مودې کې خپله لټی جبران کړی .

همداراز  دایران مرستیال خارجه وزیرعباس عراقچی هم وئیلی دیاسلامی ایران تر دې دمه له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  وتلی نه دی ،خو  له دغې نړیوالې موافقې  وار د واره وتل  په ایجنډا کې شته دی .په عین حال کې دجرمنی ډویچه ویلې خبری چینل نن د اروپائی اتحادئې د یوه لوړروتبه چارواکی له قوله راپور ورکړی ،اروپا دایران د نړیوالې موافقې  دژمنتیاؤ کمیدا ددغې موافقې  دخلاف ورزۍ او یا ورځینی دوتلو په معنا نه ګڼی .

اروپائیاتحادئې  پخپلې نننۍ اعلامیې کې  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقېڅخه په ملاتړ او له دغې موافقې څخه په وتلو پسېدامریکا ایرانی ضد بندیزونو  په بیرته ستنیدودخواشینۍ په ښودلو سره زیاته کړې،هیله ده  تهران د مشترک کمیشن  پشمول د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  چوکاټ او لاروچارو ته دوام ورکړی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.