Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63653
تاریخ انتشار : پنج شنبه 19 غوایی 1398 ساعت : 16:13:47

ایران: د امریکا د بندیزونو او د هېواد د ناسم اقتصادي حالت له امله ښایي افغان کډوال و باسو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي چې د امریکا د بندیزونو او د ایران په عوایدو کې د کمښت راتلو له امله به ایران له افغان کډوالو څخه وغواړي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

دغو ایراني لوړ پوړي چارواکي له یراني رسنیو سره په مرکه کې ویلی : دا مهال په اېران کې کابو درې میلیونه افغانان میشت دي چې نږدې دوه میلیونه یې دلته په کار بوخت دي او هر کال له درې تر پنځو میلیونه آیرو له دې امله له ایران څخه بهر وړلې کیږي”.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال څرګنده کړې چې په ایران کې کورني بیځایه شوي اته میلیارده ډالرو لګښت ته اړتیا لري، که بندیزونه همداسي دوام پیدا کړي او د ایران د تېلو د پلور کچه هم صفر ته ټیټه شي ایران اړ دی  چې د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي.

دغو ایراني چارواکي زیاته کړې چې ”له بشري اړخه موږ نه غواړو چې داسې کار وشي، خو که اړ شو چې داسې کېږي نو مسؤولیت به یې د هغو هېواد پر غاړه وي چې افغانستان یې کرکیچ ته ستون کړی دی.

عباس عراقچي د ایران له لوري د افغان کډوالو د ایستلو په صورت کې د دې کار پړه  د امریکا پر غاړه ور اچوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.